د بلخ د پولیسو په روزنیز مرکز کې ۶۰۰ منسوبینو مسلکي زده کړې بشپړې او فارغ شول
همدې موخه جوړ شویو مراسمو کې چې په یاد مرکز کې ترسره شول د بلخ ولایت ځایي مسؤلینو او منسوبینو پکې ګډون کړی و.
په مراسمو کې د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابوادرېس د بلخ د پولیسو د روزنیز مرکز له ټولو مسؤلینو څخه د اسلامي پولیسو د ښوونې او روزنې په برخه کې مننه وکړه او وې ویل چې، په لومړي سر کې د نظام د ساتنې لپاره اطاعت مهم دی. هغه له فارغو منسوبینو وغوښتل چې د امنیت د ټینګښت او د خلکو د خدمت لپاره دې هڅې وکړي.