۵ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۴ تنه د نشه یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیول
نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په ننګرهار، نیمروز، پروان، لغمان او بامیان کې د څو جلا عملیاتو په مهال ۱۴ تنه د نشه یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له نیول شوو کسانو ۳۲ کیلو ګرامه شیشه، ۸۱۱ زره او ۹۰۰ نشه یي ګولۍ او څه باندې یو کیلو ګرام چرس لاسته راغلي دي.