نیمروز او پروان کې؛ پولیسو ۶ تنه د نشه یي توکو د قاچاق په تړاو ونیول

moi-af
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۴:۲۷
sfdafdaafd

د نیمروز امنیه قومندانۍ نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په چهار برجک ولسوالۍ کې څلور تنه د ۸۰۰ کیلو ګرامه شیشې، ۴۸ کیلو ګرامه هیرویینو، ۳۱ کیلو ګرامه چرسو او ۲۰ کیلو ګرامه تریاکو سره نیولي دي.
همداراز د پروان امنیه قومندانۍ منسوبینو دوه تنه په سالنګ ولسوالۍ کې د ۱۹ کیلو ګرامه چرسو د قاچاق په تړاو نیولي دي.