خبرونه
ننګرهار کې ۱۰ ميله وسلې کشف او ضبط شوې
د ملي پوليسو ځانګړو ځواکونو له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره يو ځاى په ننګرهار کې يو لړ عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۱۰ ميله بېلابېلې وسلې کشف او تر لاسه کړي دي.
پدې عملياتو کې څو. . .
هرات کې پولیسو یو ترهګر وژلی
نن له غرمې مخکې د هرات پولیسو یو ترهګر هغه مهال وژلی چې غوښتل یې د هرات ښار د اوومې حوزې په اړوند سیمو کې یو امنیتي ساتونکی ترور کړي.
یاد ترهګر له ډزو وروسته په تېښته مخه کړه او د اوومې. . .
د کورنیو چارو وزارت د ښونې او پرسونل معین کندهار ته تللی
تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت د ښونې او پرسونل معین لوی پاسوال عبدالجبار پردلي کندهار ته ولایت ته سفر کړی و او هلته یې د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ له چارواکو سره په غونډه کې د دې. . .
خوست کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګلو وژغورل شو
د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ اړوند د صبریو ولسوالۍ ملي پولیسو یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګلو ژغورلی دی.
یاد ماشوم انعام الله نومېږي، چې د خوست ولایت د باک ولسوالۍ اوسېدونکی دی او. . .
کندهار کې د هدفي وژنو یوه ترهګریزه ډله ونیول شوه
له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو په کندهار کې یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د هغه ترورېستي ګروپ پنځه غړي نیولي، چې په کندهار کې یې هدفي وژنې او چریکي عملیات ترسره کول.
دغه. . .
هرات کې څلور تنه د ترهګریزو فعالیتونو په تور نیول شوي
تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې څلور تنه د ترهګریزو او تخریبي فعالیتونو په تور نیولي دي.
له یادو کسانو. . .
ولسي پولیسو په بامیان کې د "خلکو او پولیسو ترمنځ د تفاهم او همکارۍ" تر نامه لاندې غونډه وکړه
تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت ولسي پولیسو په بامیان کې د "خلکو او پولیسو ترمنځ د تفاهم او همکارۍ" تر نامه لاندې غونډه کړې ده.
په یاده غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د ولسي پولیسو د چارواکو. . .
کابل کې دوه ترهګر طالبان وژل شوي او یو بل له ترهګرو سره د همکارۍ په تړاو نیول شوی
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو له دفاعي ځواکونو سره یو ځای د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې یو لړ عملیات په لاره اچولي وو، چې په پایله کې یې د ترهګرو طالبانو دوه کلیدي غړي وژلي دي. . .
بامیانو کې شپږ تنه له ترهګرو ډلو سره د همکارۍ په تړاو نیول شوي
د بامیان ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو د شیبر ولسوالۍ په "ده چقورک " کلي کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې شپږ تنه له ترهګرو ډلو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو. . .
