‏حافظ محمد امین جان عمري د غزني د نوي والي په توګه خپله دنده پیل کړه.

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۴ - ۱۰:۴۱
aadadada

نن ورځ سه شنبه مخکې له غرمې چې د ١٤٤٤/٩/٢٠ ه ق نيټې سره سمون لري، الحاج حافظ محمد امین جان عمري د غزني د نوي والي په توګه، د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او استراتیژۍ معین مولوي عبدالحق مخدوم له لوري د دغه ولایت خلکو او سیمه ییز مسئولینو ته وروپېژندل شوه.
د غزني د نوي والي د پېژندګلوي په غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ معین مولوي عبدالحق مخدوم وویل: چې په نظامونو کې تغییر او تبدیل یو اصل دی او د اسلامي امارت نظام په هېواد کې د خلکو او مجاهدینو د قربانیو په نتیجه کې لاس ته راغلي او ملاتړ یې پر ټولو لازم ده.