په ننګرهار ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۱ کلنه دښمني پای ته ورسېده
د ننګرهار ولایت د مهمند درې ولسوالۍ په «هزارناو» کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۱ کلنه دښمني، چې د ماشومانو ترمنځ د نښتې له امله رامنځته شوې وه او له امله یې له دواړو لورو یو یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و، د دې ولسوالۍ د ولسوال قاري محمد عمران محمدي په هڅو او د روغې جوړې له لارې پای ته ورسېده.
د روغې جوړې په غونډه کې دواړو لورو یو بل وبخښل او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به د اسلامي ورورولۍ، سولې او متقابل درناوی په فضا کې یو ځای ژوند کوي.