​په بلخ کې پنځه تنه وسله‌وال غله ونیول شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۴:۱۸
شسیب


د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو د یو کشفي عملیات په ترڅ کې، ۵ تنه وسله‌وال غله چې په بېلابېلو غلاو کې یې لاس درلود، له ۳ مېله توپنچو سره یوځای د مزارشریف ښار د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې نیولي دي.
​یادو غلو څه موده وړاندې له یو کور څخه ۴۱ زره افغانۍ نغدې پیسې او یوه اندازه سرۀ زر غلا کړي وو، چې د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شول. د نیول شوو غلو دوسیې د لا زیاتو څېړنو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.