د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې پولیسو په ۶ ولایتونو کې د څو جلا اقدامونو په ترڅ کې، ۱۲ تنه د غلا، قتل او اخلاقي فساد په تړاو ونیول.
له دې ډلې، ۵ تنه غله په هرات، یو تن د قتل په تړاو د ننګرهار ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې، ۲ غله په فراه، ۲ تنه د اخلاقي فساد په تړاو په جوزجان، یو تن له ۲۰۰ پټاقیو سره د کونړ ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې او یو بل تن د جعلي پیسو د کارولو په تړاو په هلمند ولایت کې نیول شوي دي.