۸ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۴ تنه نیولي او یوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۹:۴۷
adfafd

امنیتي ځواکونو په اوو ولایتونو کې له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې ۲۴ تنه د غلاوو، ځورونو او نورو جنایي جرمونو په تړاو ونیول.

له ډلې یې، ۱۵ تنه د بېلابېلو غلاوو، ځورونو او نورو جنایي جرمونو په تړاو په تخار، دوه غله په نورستان، دوه تنه د وسایطو د غلا په تړاو په بدخشان، دوه غله په هرات، یو کس یو کور ته د لاسي بم غورځولو په تړاو په فاریاب او دوه تنه د غلا په تړاو په پکتیکا او غزني کې نیول شوي دي.

ورته مهال، د اورزګان امنیه قومندانۍ ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د یو پلټونکي عملیات په ترڅ کې د وسلو او مهماتو یوه زېرمه نیولې او ضبط کړې ده.