۷ ولایتونو کې؛ ۱۴ تنه د مختلفو جنایي جرمونو په تړاو نیول شوي
امنیتي ځواکونو د هیواد په اوو ولایتونو کې د څو بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۴ تنه د غلاوو، وژنې او د عامه نظم د ګډوډولو په تړاو نیولي دي.
له منځه یې، څلور تنه غله په بلخ، درې تنه د عامه نظم ګډوډولو په تړاو په کندز، دوه تنه غله په فراه، دوه تنه د وژنې په تړاو په لغمان، یو تن له ۱۰۸زره جعلي پیسو سره په ننګرهار او دوه تنه نور غله په نیمروز او جوزجان ولایتونو کې نیول شوي.