۷ ولایتونو کې؛ یوه اندازه وسلې او مهمات کشف او ۱۳ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو ونیول شول
پولیس ځواکونو د څو جلا جلا عملیاتو په پایله کې، ۴ تنه د هرات ولایت انجیل او ګذرې ولسوالیو کې د غلا په تړاو، ۲ غله په غزني کې، ۲ د څارویو غله د بدخشان په کشم ولسوالۍ کې، ۲ د سرو زرو غله په مزار شریف کې، ۲ تنه د غیرقانوني وسلې لېږد په تړاو د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې او یو بل تن د یوه عراده موټر د غلا په تړاو په نیمروز ولایت کې نیول شوی دی.
دغه راز، د پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ پولیسو د یو لړ عملیاتو په پایله کې، یوه اندازه وسلې چې د فرضې کرښې له هغه خوا را قاچاق شوې وې کشف او ترلاسه کړې.