۷ ولایتونو کې؛ پولیسو ۳۰ تنه نیولي او ۵ میله وسله یې ترلاسه کړې

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۴:۴۳
fdssfdafdas

د کورنیو چارو وزارت امنیتي منسوبینو د هیواد په شپږو ولایتونو کې د وروستیو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د غلا، وژنې او نورو جرمونو په تړاو ۳۰ تنه نیولي دي.
له ډلې يې، ۱۰ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو په نیمروز، اته غله په ننګرهار، څلور تنه د ګرځنده تلیفونونو د غلا په تړاو په هرات، درې تنه د غلا په تړاو له دوه میله وسلې سره په سمنګان او یو تن د وژنې په تړاو په کندز کې نیول شوی دی.
ورته مهال، د بلخ ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو درې میله کلاشینکوفونه او یوه اندازه مهمات د عملیاتو په ترڅ کې موندلي او ضبط کړي دي.