۷ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۶ تنه نیولي او د ځنګلي لرګیو د قاچاق مخنیوی وشو

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۹:۳۵
33

امنیتي ځواکونو په سمنګان، بغلان، تخار، هرات، هلمند او غزني کې د غلاوو، وژنې، قاچاق، جوارګرۍ او اسناد جعلي کولو په تړاو ۲۶ تنه نیولي دي. له ډلې یې، شپږ تنه د مختلفو جرمونو په تړاو په سمنګان، ۹ تنه د جوارګرۍ په تړاو په بغلان، درې تنه د وژنې په تړاو په تخار، درې مسلکي غله په هرات، دوه تنه د خوراکي توکو د قاچاق په تړاو په هلمند او درې غیر مسؤل وسله وال د جعل په تړاو په غزني کې نیول شوي دي. ورته مهال، د ننګرهار امنیه قومندانۍ منسوبینو د ۲۵ خرواره طبیعي ځنګلي لرګیو د قاچاق مخنیوی کړی دی.