۷ ولایتونو کې؛ پولیسو د ۱۶ تنو نیولو ترڅنګ څو ماینونه موندلي او ضبط کړي دي

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په پنځو ولایتونو کې د غلا، وژنې، اخلاقي فساد او وسلو ګرځولو په تړاو ۱۶ تنه نیولي دي.
له منځه یې، هرات کې پنځه وسله وال غله، څلور تنه د اخلاقي فساد او یو غل په بلخ، درې تنه د ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو په بادغیس، یو نا مسؤله وسله وال په جوزجان او یو غل او یو تن د وژنې په تړاو په تخار کې نیول شوي دي.
همداراز ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو ۲۵ کړۍ د پرسونل ضدماینونه په هرات او دوه ماینونه د نیمروز ولایت په مربوطاتو کې موندلي او ضبط کړي دي.