۷ ولايتونو کې؛ پوليسو ۳۱ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نيولي

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۱:۴۴
sfsf

امنیتي ځواکونو له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په اوو ولایتونو کې ۳۱ تنه د غلا، وژنې، قاچاق، اخلاقي فساد، قمار او نورو جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي.
له منځه یې، سرپل کې نهه تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو، تخار کې درې تنه د وژنې او درې تنه د اخلاقي فساد په تړاو، پنځه جوارګر په سمنګان، دوه تنه د انساني قاچاق په تړاو په کندهار، شپږ جوارګر په کندز، یو تن د اخلاقي فساد په تړاو په غزني او دوه وسله وال غله په هرات کې نیول شوي دي.