۶ ولایتونو کې؛ پولیسو ۵۸ روږدي راټول کړي او ۲۸ تنه له درملنې وروسته کورونو ته رخصت کړي

د کورنیو چارو وزارت نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په غزني کې ۲۸ په نشه روږدي کسان له بستر او درملنې وروسته خپلو کورونو ته رخصت کړي دي.
همداراز یادو منسوبینو د روږدو د راټولولو په لړ کې، ۱۷ روږدي په فاریاب، ۱۴ تنه په هلمند، ۱۳ تنه په اورزګان، ۱۲ تنه په غزني او دوه تنه په سمنګان کې راټول کړي چې د درملنې په موخه یې ځایي روغتونونو کې بستر کړي دي.