۵ ولایتونو کې؛ پولیسو ۲۳ تنه د نشه یي توکو د پلور، کارولو او لېږد په تړاو ونیول

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۹:۵۶
asdfasdf

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په کاپیسا، هرات، فراه، ننګرهار او نیمروز کې د جلا عملیاتو پایله کې ۲۳ تنه د نشه یي توکو د پلور، کارولو او لېږد په تړاو نیولي دي.
پولیسو له نیول شوو کسانو یو کیلو ګرام چرس، یو کیلو ګرام شیشه، درې لېټره خمیره شوي انګور او یوه اندازه نشه یي ګولۍ هم لاسته راوړي دي.