۵ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۶۷ په نشو روږدي کسان راټول کړل

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، په بلخ، ننګرهار، کابل، پنجشیر او کاپیسا کې د څو جلا عملیاتو پایله کې ۱۶۷ په نشو روږدي کسان راټول کړي او روغتیایي مرکزونو ته لېږدولي دي.
له ډلې یې، ۹۸ تنه په ننګرهار، ۵۲ تنه په بلخ، ۱۱ تنه په کابل، درې تنه په پنجشیر او درې تنه په کاپیسا ولایت کې راټول شوي دي.