۵ ولايتونو کې؛ شاوخوا ۶۰۰ جريبه کوکنار اړول شوي

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۴ - ۱۰:۱
cfvghn

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو د هېواد په پنځو ولايتونو کې د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې څه باندې شپږ سوه جريبه کوکنار له منځه وړي دي.
له دې جملې، د بدخشان ولایت په ارګو او جرم ولسوالیو کې ۶۰۰ جریبه، همداراز په فاریاب ولایت کې څه باندې دوه جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده.
دغه راز، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليسو د کاپيسا ولايت د کوه بند، په اروزګان ولايت او د غزني ولايت  مقر ولسوالۍ  کې لسګونه جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړه.