۵ تنه د غلا په تړاو ونیول شول او یو شمېر مهمات کشف شول

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۳۴
afasfd

د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې، درې تنه غله په هرات ولایت او یو بل غل په نیمروز ولایت کې نیولي دي.

همداراز د نیمروز ولایت د چهاربرجک ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ پولیسو د یو کشفي عملیات په ترڅ کې ۶ د هاوان مرمۍ او د درنو وسلو ۳۰۰ فیره مرمۍ کشف او ضبط کړي دي.