۴ ولایتونو کې؛ د نشه یي توکو ۵ کارخونې کشف او ۶ تنه ونیول شول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۱۱:۲۵
sfsf

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په څو جلا عملیاتو کې څلور تنه په بلخ، یو تن له ۲ کیلو ګرامه شیشې، یوه اندازه چرسو او نشه یي ګولیو سره په خوست او یو بل تن له ۳۹۵۶ نشه یي ګولیو سره په کابل کې نیولی دی.

همداراز پولیسو د غور په تولک، شهرک او مرکزي سیمو کې د نشه یي توکو پنځه کارخونې له ۲۲۱۵ کیلو ګرامه اوړه شویو ومانو، ۳۰ کیلو مالګې، ۵۰ لېټره اکسلو او ۶۲۰ لېټره ډېزلو سره سوځولي او دوه موټر سایکلونه یې ضبط کړي دي.