۴ ولايتونو کې؛ پوليسو دوه د نشه يي توکو کارخوني سوځولي او ۵ تنه نيولي

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۹:۴۹
سبسبسبسب

نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو د نشه يي توکو يوه کارخونه د نيمروز په دلارام ولسوالۍ او يوه د هلمند په باغران ولسوالۍ کې موندلي او سوځولي دي.

دغه راز، پوليسو د پکتيا په احمد اباد ولسوالۍ کې ۳۴ بورۍ اومه چرس د نشه يي توکو په يوه کارخونه کې نيولي دي. 
همداراز دوه تنه په هلمند کې له ۱۰۰ کيلو ومانو په تړاو او دوه د نشه يي توکو پلورونکي په بلخ کې نيول شوي دي.