۳ ولایتونو کې؛ ۹۷ روږدي د بستر په موخه راټول او ۱۶ نور له رغیدو وروسته رخصت شوي

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په ولایتونو کې د روږدو د راټولولو او درملنې په لړ کې ۹۴ په نشو روږدي کسان په اورزګان او ۳ تنه په غزني ولایت کې راټول کړي او ځایي روغتیایي مرکزونو کې بستر کړي دي.
همداراز، یادو منسوبینو په غزني کې ۱۶ روږدي چې پخوا یې په یاد ولایت کې راټول کړي وو له بستر او درملنې وروسته د یوې کمېټې له لارې خپلو کورنیو ته سپارلي دي.