۳۸۴ تنه د پولیسو منسوبین د مسلکي او عقیده تي زده کړو وروسته د کندز ولایت له روزنیز مرکز څخه فارغ شول

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۰:۵۶
asdfsaf

هغه غونډه چې په همدې موخه د یاد ولایت په روزنیز مرکز کې جوړه شوې وه، د کندز امنیه قومندان الحاج پاسوال مولوي مطیع الله سیف الله په ګډون د یاد ولایت مقام استازي او نورو مسوولینو او منسوبینو ګډون درلود.
د روزنیز مرکز قومندان الحاج ملا عبدالستار طارق په خپلو خبرو کې فارغ شوو منسوبینو ته مبارکي ورکړه او د دوی زده کړې یې د ولس د خدمت لپاره ډېرې اړینې وبللې.
د غونډې په پای کې د کندز ولایت امنیه قومندان او  ځینو نورو مسؤلینو له لوري ممتازو زدکړیالانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.