۳۴ تنه په نشو روږدي کسان راټول او ۳۰ تنه نور وروسته له درملنې رخصت شول
د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، ۳۴ تنه په نشو روږدي کسان د هېواد له ۶ ولایتونو څخه راټول او د درملنې مرکزونو ته یې معرفي کړل.
په همدې حال کې ۳۰ تنه نور چې له نشو رغېدلي وو د موظفې کمېټې له لارې خپلو کورنیو ته وسپارل شول.