۱۲ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو په فراه او نیمروز ولایتونو کې نیول شوي
فراه امنیه قومندانۍ پولیسو د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې، ۸ تنه د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ډول ډول جنایي جرمونو په تړاو نیولي.
دغه راز د نیمروز امنیه قومندانۍ د لویو لارو کنډک منسوبینو، ۴ تنه د غلا او ۹۰ سیټه تلفونونو، ۲ دانې مخابرې او ۳۱ زره پاکستانۍ کلدارو د قاچاق په تړاو نیولي دي.