۱۱ تنه د وسله والو غلاوو په تور ونیول شول.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۲ - ۱۲:۶
d

د هرات، تخار او بغلان ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو د څو بېلو عملیاتو په ترڅ کې پنځه تنه د وسایطو، او ژوو د غلا په تور نیولي.
د یادولو وړ ده چې هرات کې یو عراده غلا شوی موټر هم بېرته څښتن ته یې وسپارل شو.
همداراز خوست کې هم پنځه تنه د یوه ښوونیز مرکز د کمپیوټر او یو عراده موټر سایکل او یو تن په پکتیکا کې د موټر سایکل د غلا په تور نیول شوي دي او غلا شوی موټر سایکل بېرته څښتن ته یې وسپارل شو.