۱۱ تنه د جنایي جرمونو په تړاو و نیول شول
د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په څو جلا اقداماتو کې ۱۱ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو په ۴ ولایتونو کې ونیول. په نیول شوو کسانو کې، ۶ تنه د غلا په تړاو په نیمروز ولایت، ۲ تنه غله په دایکندي ولایت او یو بل تن د غلا په تړاو په فراه ولایت کې نیول شوي دي. همدارنګه د خوست ولایت د علېشېرو او تریزیو ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ منسوبینو ۲ تنه چې غوښتل یې یو تن ووژني، موخې ته له رسیدو وړاندې نیولي او یوه میله توپنچه هم ترې ترلاسه شوې ده.