۱۰ کیلو ګرامه شیشه او یوه اندازه نور نشه یي مواد په غزني ولایت کې کشف او ترلاسه شول

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۰:۷
sdfadf

د غزني ولایت لویې لارې پولیسو د روضې په سیمه کې په یوه ۵۸۰ ډوله موټر کې یو کس نیولی چې ۱۰ کیلو ګرامه شیشه، ۱۲۸۰ دانې نشه یي ګولۍ او یوه اندازه پوډر یې په یوه بکس کې په ډېر مهارت سره ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې چې د هلمند ولایت څخه یې کابل ته راوړي.
نیول شوی کس به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.