۱۰ ولایتونو کې؛ پولیسو ۴۸ تنه نیولي او یوه اندازه وسلې او مهمات یې کشف او ضبط کړي

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۳ - ۱۱:۴۱
sfsfs

امنیتي ځواکونو د هیواد په لسو ولایتونو کې د غلاوو، قمار، غصب، اخلاقي فساد، ناقانونه وسلو ساتلو او نورو جنایي جرمونو په تړاو ۴۸ تنه نیولي دي.

له منځه یې، ۱۲ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو په نورستان، ۱۰ مجرمین په کندز، اووه تنه په فاریاب کې د قمار په تړاو، څلور غله په جوزجان، درې تنه د غصب په تړاو په هرات، پنځه تنه د قمار په تړاو په سرپل، دوه تنه د اخلاقي فساد په تړاو په بلخ، دوه غله په تخار، دوه تنه د نظامي تجهیزاتو د ساتلو په تړاو په کاپیسا او یو غل په سمنګان کې نیول شوی دی.

ورته مهال ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د کاپیسا ولایت په مربوطاتو کې زرګونه سپکې او درنې مرمۍ موندلي او ضبط کړي دي.