یو ترهګر د ماین چاودنې له امله ووژل شو.
یوه ترهګر چې غوښتل یې یو کړۍ نښلېدونکی ماین پر یوه کرولا ډوله موټر کې ځای پر ځای کړي؛ د خپل لاس جوړ شوي ماین موخه وګرځېده.
دا پېښه تېره شپه د بغلان ولایت د پلخمري ښار د د دویم بند په ښارګوټي کې رامنځته شوې.
د دې پېښې په ترڅ کې چا ته زیان نه دی رسېدلی.