کونړ کې د یوې چاودنې مخه ونیول شوه.
د کونړ ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې د یوې چاودنې مخنیوی وشو.
ترهګرو طالبانو د نرنګ ولسوالۍ اړوند د برنرنګ په سیمه کې د ملکي مرګ ژوبلې په موخه یو کړۍ ماین خښ کړی و، چې موخې ته له رسېدو مخکې د ملي پولیسو له خوا کشف او شنډ شو.