کونړ کې د داعش ډلې دوه غړي پولیسو ته تسلیم شول

کونړ ولایت کې د داعش ډلې دوه غړي له وسلو سره یو ځای پولیسو ته تسلیم شوي دي.
یادو داعش جنګیالیو تر دې دمخه د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې ترورېستي فعالیتونه ترسره کول.
دې تسلیم شویو داعش وسله والو په خپلو کړنو پښېماني وښوده او ویې ویل، چې له دې وروسته به سوله ییز ژوند اختیاروي.
د یادونې وړ ده چې په تېرو دوه اونیو کې کونړ کې د داعش ډلې ۵۱ جنګیالي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.