کونړ کې د داعش له ماتې وروسته خلک خپلو سیمو ته ستنېږي

د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو تر ننګرهار وروسته په کونړ ولایت کې داعش له ماتې سره مخ کړي، چې ډېری یې افغان ځواکونو ته تسلیم او یا وژل شوي دي.
امنیتي او دفاعي ځواکونو د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ چلس، پو سوري، پلار درې او چمبېل کلي په بشپړه توګه د داعش جنګالیو له شتونه پاک کړي دي.
د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکي چې تر دې پخوا د داعش وسله والو د ظلمونو له کبله له خپلو مېنو په ګډه شوي وو او اوسمهال د امنیتي ځواکونو تر ولکې وروسته جوپې، جوپې خپلو سیمو ته کډه کېږي او د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو مننه او درناوی کوي.
تېره اونۍ هم ۵۱ داعش وسله وال له جګړې لاس په سر او له خپلو وسلو سره یو ځای د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته تسلیم شول.