کوم کس چې پروان کې د ملي پولیس یو منسوب شهید کړی و، ونیول شو

hakimi-moi
شنبه ۱۳۹۹/۱/۳۰ - ۱۰:۲۱
01

پولیسو هغه کس نیولی، چې موده دمخه یې په بګرام ولسوالۍ کې د ملي پولیسو یو منسوب شهید کړی و او بیا د پېښې له سیمې تښتېدلی و.
یاد کس له څه وخت راهیسې د پولیسو تر څار لاندې و، چې د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په اړوند سیمو کې پولیسو نیولی دی.
دې کس د لومړنیو څېړنو پر مهال خپل جرم منلی او نسبتي دوسیه یې د لا زیاتو څېړنو لپاره اړونده بنسټ ته سپارل شوې ده.