کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت د مرستو په لړۍ کې دا ځل بیا له ۶۰۰ بېوزلو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې. 

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۴۸
asdfasf

دغه نغدي مرستې په ۶۰۰ هغه بې وزلو کورنیو باندې وویشل شوې چې له وړاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د کابل ښار  په اړونده سیمو کې سروې او مستحق پېژندل شوي وو.
د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت معین، الحاج شیخ عبدالرحمن منیر د مرستو د لړۍ په وېشلو کې په خپلو خبرو کې، د اسلامي امارت د رهبرۍ له زړه سوي او په بې وزلو کسانو باندې د شفقت او مهربانۍ په اړه خبرې وکړې، ښاغلي منیر دغه راز په خپلو ویناوو کې، د مرستو وېشلو د لړۍ ډاډ هم څرګند کړ.
د ویلو وړ ده چې د بې وزلو کسانو سره به د مرستو لړۍ دوام ولري.