کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین او ورسره مل پلاوي یې سمنګانو ولایت ته رسمي سفر وکړ

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۰:۲۴

ستر پاسوال الحاج ملا محمد ابراهیم صدر او ورسره مل پلاوي یې شمال ولایتونو ته د رسمي سفرونو په ترڅ کې نن سهار سمنګانو ولایت ته ورسېد او د یاد ولایت والي، داملا محمد شعیب رسالت، امنیه قومندان مولوي سید محمد حنیف عباده اغا او نورو مسوولینو او منسوبینو سره یې لیدنه تر سره کړه.
سمنګان ولایت والي ستر امنیتي معین او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، وویل: د مسوولینو او امنیتي ځواکونو د ګډو هڅو له امله په دغه ولایت کې امنیتي حالت د ډاډ وړ دی او   هېڅ ډول ستونزه نشته.
په همدې حال کې، ښاغلي صدر د جهاد په دوره کې د دغه ولایت د ولسونو او مجاهدینو هڅې او قربانۍ وستایلې او د شهیدانو روح ته یې دعا وکړه.
ستر امنیتي معین د خپلو خبرو په دوام وویل: نننۍ نظام چې حاکم دی د ولسونو په همکارۍ لاسته راغلی، نو مونږ او تاسو باید هڅې وکړو چې خپلې دروازې د ولس پر مخ خلاصې وساتو ، د ولسونو ستونزې له نېږدې واورو او د حل په موخه یې لازمې هڅې وکړو.
ښاغلي صدر د ادارو تر منځ په همغږۍ ټینګار وکړ او له مسوولینو یې وغوښتل چې تر یو بله همغږي وي او د ولس د ستونزو د حل لپاره د علماوو او قومي مخورو سره مشورې وکړي.
د ویلو وړ ده چې، ستر امنیتي معین د ستونزو د اورېدلو په موخه د سمنګانو ولایت له ولسونو، علمای کرامو او قومي مشرانو سره د جلا جلا لیدنو په ترڅ کې خبرې اترې وکړې.