کورنیو چارو وزارت د مخابرې او ټکنالوژي لوی ریاست اړوند د ښوونې او روزې له مدیریت څخه نېږدې ۴۰ تنه له مسلکي زده کړو وروسته فارغ شول
فراغت غونډې ته د یاد ریاست نظامي مرستیال مل پاسوال انجنیر عزیز الرحمن (صلاح الدین) په ګډون نور مشران او منسوبین هم راغلي وو.
ښاغلي صلاح الدین په خپلو خبرو کې فارغ شویو منسوبینو ته مبارکي ورکړه او له فارغو شویو منسوبینو یې غوښتنه وکړه چې په خپلو قطعاتو او جزتامونو کې خپلې زده کړې خپلو ملګرو ته هم ور وښیي.
وروسته د مخابرې او معلوماتي ټکنالوژۍ لوی ریاست د حفظ او مراقبت مدیر سمونوال مولوي ریاض الله مبارز هم په ننني عصر کې د ټکنالوژۍ په ارزښت خبرې وکړې او له ټولو ګډونوالو څخه یې په کلکه غوښتنه وکړه چې، له خپلو زده کړو د عمل په ډګر کې پوره ګټه پورته کړي تر څو د ټکنالوژۍ په برخه کې په ځان بسیا شو.
د غونډې په پای کې په فارغانو د فراغت سندونه ووېشل شول.