کنړ کې ۱۵ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۲۸ - ۹:۳۸
moi

تېره شپه درې تنه چې ۱۵ کیلو ګرامه نشه يي توکي یې د چرسو له ډوله په یو کرولا موټر کې په ځیرک ډول ځای پر ځای کړي وو، د ملي پولیسو له خوا ونیول شول.
یادو کسانو غوښتل نشه یي توکي له بغلان څخه کنړ ته ولېږدوي چې د کنړ د مرکز اړوند کرهالۍ سیمه کې ونیول شول.