کندوز کې درې ترهګر طالبان وژل شوي او یو ټپي دی

تېره شپه د کندوز ولایت د امام صاحب په "برزنګي" سیمه کې د کندوز ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې درې ترهګر طالبان وژل شوي او یو بل یې ټپي شوی دی.
د دې عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو یو عراده موټر هم د پولیسو لاسته ورغلی دی.