کندوز کې؛ امنیتي ځواکونو یو تن حرفوي او مسلکي غل نیولی

د کندوز ولایت امنیې قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت پولیسو یو حرفوي او مسلکي غل، چې له یو هېوادوال یې د شپږسوه زرو (۶۰۰۰۰۰) افغانیو په اندازه سره زر غلا کړي ول، د دې ولایت د خان اباد ولسوالۍ په بندر سیمه کې نیولی دی..
نیول شوی کس د لومړنیو پلټنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوی دی.