کندهار کې ۳۹ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د کندهار ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په میوند او پنجوايي ولسوالیو کې له ترهګرو طالبانو سره د دوو جلا نښتو په ترڅ کې دوی ته درنه مرګ ژوبله اړولې.
د میوند ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د نښتې پرمهال د ترهګرو طالبانو د دوو مشهورو ډلمشرانو په ګډون ۱۷ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
همداراز په پنجوايي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو طالبانو د نښتې په لړ کې پنځه ترهګر طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.