کندهار کې ۳۳ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تېره شپه د کندهار ولایت په ارغنداب او شاولیکوټ ولسوالیو کې ملي پولیسو عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۳۳ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
یاد عملیات د هوايي ځواکونو په ملاتړ ترسره شوي چې په پایله کې یې ۱۸ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
عملیات د خانه ګرداب، شاه تورو او جازي سیمو کې ترسره شوي دي.