کندهار کې ۲۶ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

rahimzai_moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۰ - ۱۳:۳۹

د ملي پولیسو او ملي اردو ځواکونو د کندهار ولایت د خاکرېز ولسوالۍ د شرغې درهې په سیمه کې یو لړ ګډ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې اوه ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
همداراز د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ په جهانګیر مانده سیمه کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې، چې په پایله کې یې درې ترهګر طالبان وژل شوي دي.