کندهار کې ۱۷ ترهګر طالبان وژل شوي.
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو پر یوه پټنځای شپني عملیات ترسره کړي.
د یادو عملیاتو په ترڅ کې ۱۷ ترهګر طالبان وژل شوي او نهه نور یې ژوندي نیول شوي دي.
د دې ترڅنګ؛ ترهګرو طالبانو د میوند ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ملکي مرګ ژوبلې په موخه یو شمېر ماینونه خښ کړي وو؛ چې د ملي پولیسو له خوا کشف او شنډ شول.