کندهار کې ۱۱ ترهګر طالبان ووژل شول.

moi-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۱۹ - ۱۱:۲۸
x
د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په دشت سیمه کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې درې ترهګر طالبان ووژل شول.
له یادو کسانو څخه یوه پایه مخابره او یو قبضه راکټ انداز هم د پولیسو لاسته ورغلی دی.
همداراز د هېواد امنیتي ځواکونو د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې اته ترهګر طالبان وژل شوي او دوه نور سخت ټپیان شوي دي.