کندهار کې نهه ترهګر طالبان وژل شوي.

د ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونو د کندهار ولایت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ اړوند د کاریزګي په کلي کې یو لړ ګډ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې نهه ترهګر طالبان وژلي او درې نور یې ژوندي نیولي.
د عملیاتو په لړ کې د ترهګرو طالبانو دوه مرکزونه، یو ډېر شمېر وسایط، چاودېدونکي توکي، د ملي امنیتي ځواکونو یونیفورم، یو قبضه راکټ انداز، لس میله کلاشینکوفونه، دوه عرادې موټر او یو شمېر سپکې او درنې وسلې له منځه تللې دي.