کندهار کې له درېیو ماین چاودنو مخنیوی شوی

jamil-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۸ - ۱۳:۴۸
7

د ملي پولیسو منسوبینو په کندهار ولایت کې د څو جلا کشفي عملیاتو په ترڅ کې د درېیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو یاد ماینونه په تازه‌ګۍ سره د کندهار ښار د دویمې او اومې امنیتي حوزو په اړوند سیمو کې د ترورېستي پېښو په موخه ځای پر ځای کړي وو.
د دې ماینونو په کشف او شنډ سره له درېیو خونړیو پېښو چې د ملکي مرګ ژوبلې لامل کېدلې، مخنیوی شوی دی.