کندهار کې له جګړهییزو مهماتو یو ډک مازدا ډوله موټر کشف او ترلاسه شو

د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کندهار ښار د درېیمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یو لړ کشفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې له جنګي مهماتو یو ډک مازدا ډوله باروړونکی موټر کشف او ترلاسه کړی دی.
په یاد موټر کې ۲۰۰۰ ډزه د دهشکې ګولۍ، ۵۰ ډزه نارنجک غورځوونکي او ار.پي.جي توغندی غورځوونکي او همدارنګه ۱۷۹۶۰ ډزه د سپکو وسلو ګولۍ د جوارو تر بوریو لاندې په ځیرک ډول ځای پر ځای شوې وې.
د یادونې وړ ده چې د دې قضیې په تړاو د موټر چلوونکی نیول شوی دی.
بلخوا؛ د ننګرهار ولایت په غنيخېلو ولسوالۍ کې هم د نشه يي توکو د قاچاق ۱۰۳۸۳۰۰ پاکستانۍ کلدارې عواید ترلاسه شوي دي.
هېره دې نه وي، چې یادې پیسې د نشه يي توکو د قاچاقبرانو له خوا د یوه صراف په وسیله له بهر څخه حواله شوې وې.