کندهار کې شپږ بریدګر طالبان ونیول شول.
د کندهار پولیسو هغه شپږ ترهګر طالبان نیولي، چې د کندهار ولایت په اړوند سیمو کې یې ترهګریز بریدونه ترسره کول.
له یادو کسانو څخه دوه میله تفنګچې، دوه لاسي بمونه، دوه روښندازه، اته جوړې نظامي یونیفورم، ۱۰۳۰ ډزه د کلاشینکوف ګولۍ او یو شمېر نور مهمات د پولیسو لاسته ورغلي دي.